چين: د ملګرو ملتونو څېړنيز پلاوی دې د داعش د جرمونو ثبوتونه عراق ته وسپاري
CMG2024/06/06 10:11:19
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د جون په ۵مې نېټې په عراق کې د داعش د جرمونو د ثبوتونو د راټولولو په تړاو د ملګرو ملتونو د څېړنيز پلاوي په يوې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي هيله ښودلې، ياد څېړنيز پلاوی ډېر ژر د عراق حکومت ته د داعش د جرمونو ثبوتونه وسپاري او په خبره یې، د څېړنيز پلاوي صلاحيت به ژر پای ومومي، خو د ترهګرۍ ضد د نړيوالې ټولنې هڅې به ونه ځنډيږي.

ګنګ شوانګ ويلي، عراق لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښې کې دی او نړیواله ټولنه بايد د ترهګرۍ ضد د توان د لوړتيا په برخه کې له دغه هېواده ملاتړ ته دوام ورکړي، د ترهګرۍ پر وړاندې باید ټينګه مبارزه وکړي او او د ملي امنيت د ساتلو په پار باید له عراقي ځواکونو هڅو څخه ملاتړ وکړي.