د يمن د حوثي وسله والې ډلې ویاند یحیی ساريا د جون په ۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ځواکونو يې په سور سمندرګي او عربي سمندر کې يو ځل بيا د اسرائيل او امريکا پر بيړيو بريدونه کړي دي.
نوموړي ويلي، چې ځواکونو يې په سور سمندرګي کې دوه ځلې د اسرائيل پر بار وړونکو بېړيو بريدونه کړي او د عربي سمندر په ختيځ کې يې د امريکا یوه بار وړونکې بيړۍ تر بريد لاندې راوستلې ده.
یحیی ساريا زياته کړې، چې وسله وال ځواکونه به یې د فلسطینيانو د ملاتړ په يار خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، څو پر فلسطین د اسرائيلي ځواکونو تيری او یرغل پای ته ورسيږي او پر فلسطینيانو لګيدلي بنديزونه لرې شي.
(ژباړه: شکريه)