د چين، قرغېزستان او ازبکستان مشرانو د درېيو هېوادونو تر منځ د اورګاډي پټلۍ پروژې د بين الحکومتي تړون لاسليکولو ته مبارکي وويله
CMG2024/06/06 21:26:56
شريکول:

د چین – قرغېزستان – ازبکستان د اورګاډي پټلۍ پروژې د بين الحکومتي تړون د لاسليک مراسم د جون په ۶مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شول.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د قرغېزستان ولسمشر اکبک ظفر اوف او د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايوف د ويډيو له لارې د دغه تړون د لاسليکولو له امله مبارکي وويله.

د چين- قرغېزستان - ازبکستان د اورګاډي پټلۍ د شينجيانګ له کاشغر څخه پيل، د قرغېزستان له لارې ازبکستان ته غځېدلې او په راتلونکي کې به لوېديځې او جنوبي اسيا ته اوږده شي.

دغه پلټۍ به د يادو درېيو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې او سيمه ييز اقتصاد او ټولنې پرمختګ چټک کړي. 

(ژباړه: شکريه)