د روسيې دفاع وزارت د جون په پنځمې نېټې خبر ورکړی، چې ځواکونو يې د سوريې له ځواکونو سره د دغه هېواد په هوايي او ځمکني قلمرو او د مدیترانې سمندر په ختيځې سيمې کې ګډ پوځي تمرين پیل کړی او هدف يې د سوريې د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې او له بهرنيو ګواښونو سره د مقابلې په برخو کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو د توان ازمويل ښودلي دي.