چین: تقابل د ایران اټومي مسئله نه شي حل کولی
CMG2024/06/06 14:44:39
شريکول:

فرانسې، بریتانیې او جرمني د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ د شورا غونډې کې، چې د جون په ۵مې نېټې نېټې ترسره شوه، د ایران د اټومي مسئلې په پار پر دغه هېواد د فشار اچولو پرېکړه تصویب کړې ده.

چین او روسیې دغې پرېکړې ته مخالفې رایې ورکړې دي.

په یادې نړیوالې اېجنسۍ کې د چین دایمي استازي لي سونګ د چین دریځ څرګند کړی او ويلي يې دي، چې تقابل د ایران اټومي مسئله نه شي حل کولی.

نوموړي د ایران اټومي مسئلې هراړخیز تړون د بېلا بېلو خواوو د ډیپلوماتیکو کوښښونو پایله بللې او همدغه تړون یې د یادې مسئلې د حل یوازنۍ لاره یاده کړې ده.

لي سونګ پر امريکې غږ کړی، چې د ایران هراړخیز تړون ته بيا را وګرځي او له اړوندو خواوو سره دې يې جدي پلی کړي.