د مصر او ایران خارجه وزیران د خپلمنځي اړيکو پر عادي کولو غږېدلي
CGTN2024/06/06 09:49:23
شريکول:

د مصر خارجه وزير سامح شکري د جون په پنځمې نېټې د ایران د بهرنيو چارو سرپرست وزير علي باقري کاني سره ټلیفوني خبرې کړي او دواړو خواوو هوکړه کړې، چې خپلمنځي دوه اړخيزو اړیکو ته به وده ورکړي او د ټولو ستونزو د هواري او د اړيکو د عادي کېدو لپاره به لاره هواره کړي.

د مصر بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې دواړه خارجه وزيران د خپلمنځي اړيکو پر عادي کولو، د غزې پر وضعيت او د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د مصر، قطر او امريکې پر منځګړيتوب غږېدلي دي.