د چين د خلکو بانک خبر ورکړی، چې د بېجينګ او شانګهای په شمول د هېواد په ۳۰ ولايتونو او ښارونو کې يې د بهرنيانو لپاره د اسانې تاديې ځانګړي تدبيرونه غوره کړي دي.
په شانګهای کې د بهرنیو مشتريانو لپاره د مترو، موزيم، لویو مغازو او کوچنيو دوکانونو په ګډون بېلابېلو ځايونو کې د پيسو ورکړې زياتې مناسبې لارې برابرې شوې دي.
د چين شي ان ښار هم د بهرنيانو لپاره د سېلانۍ او اسانې تاديې ځيني تدبيرونه غوره کړي او په ټولو منظره لرونکو سيمو، هوټلونو، رسټورانټونو او ټرانسپورټي وسايلو کې يې د تادياتو اسانتياوې او ډيجيټلي خدمتونه کارول کېږي.
سربيره پر دې، په شي ان ښار کې د کوريا جمهوريت، سينګاپور او قزاقستان په ګډون د ۹ هېوادونو او سيمو د انلاين تاديې اپليکېشنونه هم په مستقيم ډول کارول کېږي.
پخوا به په چین کې د پيسو تاديه يوازې د يوه چيني بانکي اکونټ تر راجیسټر وروسته کېده او په زیاترو استهلاکي ځایونو کې يې نغدي پيسې ډېرې کمې کارول کېدې، نو بهرنيو مشتريانو به د پیسو تاديه غوښته او زياتره به يې د چيني بانکي اکونټ د نه لرلو له امله ستونزو سره مخامخ کېدل. اوس د چين په ۳۰ ولایتونو او ښارونو کې د اسانې تاديې پاليسۍ پلې کيږي او بهرني مشتريان کولی شي په انلاين تاديې کې د خپل هېواد بانکي کارت هم وکاروي.
(ژباړه: شکريه)