حماس: د دايمي اوربند پر بنسټ به پر هر تړون جدي غور وکړي
CMG2024/06/06 09:50:52
شريکول:

د حماس د سياسي بيورو رئيس اسماعيل هنيه د جون په ۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې سازمان به يې د دايمي اوربند، له غزې تړانګې څخه د ټولو اسرائيلي ځواکونو د وتلو او د اسرائيل او حماس ترمنځ د بنديانو د تبادلې پر بنسټ پر هر تړون جدي غور وکړي.

سرچېنې وايي، د حماس مرکچي پلاوي د قطر په پلازمېنې دوحې کې د دغه هېواد له لومړي وزير او د مصر د استخباراتو رياست له مشر سره ليدلي او د اسرائيل لخوا وړاندې شوې د بنديانو د تبادلې او د اوربند د تړون مسودې په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

حماس تراوسه د خپل مرکچي پلاوي د يادې لېدنې په اړه څه نه دي ويلي.