۵ هېوادونه د امنيت شورا د غير دايمي غړو هېوادونو په توګه وټاکل شول
CMG2024/06/07 10:03:49
شريکول:

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غړو هېوادونو د جون په ۶مې نېټې د رايګېرۍ له لارې ډنمارک، يونان، پاکستان، پاناما او سومالي د امنيت شورا د غير دايمي غړو هېوادونو په توګه ټاکلي دي.

د دغو پنځو هېوادونو د ماموريت موده به په راتلونکي ۲۰۲۵م کال کې پيل شي او تر ۲۰۲۶م کال پورې به دوام ولري.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غير دايمي غړو هېوادونو د ماموريت موده ۲ کاله ده او هر کال پکې بدلون راځي او د رايګېرۍ له لارې ورته ۵ هېوادونه ټاکل کيږي.