چين د ۲۰۲۴م کال د جون په ۶مې نېټې د ماسپښين په يوې بجې د ټي-۰۱بي ((TEE-01B)) په ګډون ۳ سپوږمکۍ فضا ته توغولې دي.
د مالوماتو له مخې، د چين يادې درې سپوږمکې ټاکلي فضايي مدار ته رسیدلي او د استولو دنده يې په برياليبتوب ترسره شوې ده.
د چين ټي-۰۱بي ((TEE-01B)) سپوږمکۍ به د ځمکنيو سرچېنو پلټنې، د کاني زېرمو پيدا کولو، د ځيرکو ښارونو جوړولو، د ونو شمېرلو او د چاپېريال څېړنې او د عامې روغتيا په برخو کې وکارول شي.