شي جين پينګ :هيله ده، د چين- قرغېزستان - ازبکستان رېل پټلۍ ژر جوړه شي
CGTN2024/06/07 11:15:19
شريکول:

د چین – قرغېزستان – ازبکستان د رېل پټلۍ پروژې د حکومتونو تړون د لاسليک مراسم د جون په ۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شول.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ، د قرغېزستان ولسمشر صدر جباروف او د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايوف په ويډيويي ويناوو کې د دغه تړون د لاسليکولو په پار مبارکي ويلې ده.

شي جين پینګ په خپلې وينا کې دغه رېل پټلۍ له منځنۍ اسيا سره د چین د اتصال ستراتېژيکه پروژه او د کمربند او لارې د ابادۍ په برخه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نمونوي پروژه بللې او په خبره يې، دغه رېل پټلي به درې واړو هېوادونو، خلکو او سيمه ييز اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته ګټې ورسوي او هېواد یې غواړي له قرغېزستان او ازبکستان سره يو ځای دغه پروژه ژر بشپړه کړي.

د قرغېزستان ولسمشر صدر جباروف په خپلې وینا کې ويلي، چې دغه پروژه به له جوړېدو وروسته له اسيا څخه اروپا او د فارس خلیج پر غاړې پرتو هېوادونو ته نوې ټرانسپورټي لاره وګرځي او د دې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو او او ګردې سیمې د اتصال او اقتصادي او سوداګريزې راکړې ورکړې لپاره خورا مهم ارزښت لري.

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايوف د دغې پروژې د تړون لاسليک د سيمه ييز اتصال لپاره عملي ګام بللی او په وينا يې، دغه رېل پټلي به د چين او منځنۍ اسیا هېوادونو د نښلولو تر ټولو لنډه ځمکنۍ لار وګرځي او د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ د هېوادونو د لويو بازارونو په نښلولو کې به مرسته وکړي.

د چین – قرغېزستان – ازبکستان رېل پټلۍ د چين د شينجيانګ سیمې له کشغر ښار څخه پيليږي او د قرغېزستان له لارې ازبکستان ته غځیږي او ښايي په راتلونکي به لوېديځې اسيا او جنوبي اسيا ته وغځيږي. دغه رېل پټلۍ به له جوړېدو وروسته د يادو درې واړو هېوادونو اتصال ډېر پياوړی کړي او د سيمې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په ګړندي کولو کې به مرسته وکړي.