د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د جون په ۶مې نېټې په يوې اعلامیې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او کار ادارې يا الأونروا (UNRWA) پر يوه پنډغالي برید کړی او ګڼو خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
د کډوالو دغه پنډغالی پخوا یو ښوونځی و، خو د جنګ په درشل کې شاوخوا ۶ زرو کډوالو پنا ور وړلې وه.
اعلاميه وايي، د جګړې ښکېل لوري په هر رنګ شرایطو کې د ملګرو ملتونو پر تاسیساتو بريدونه نه شي کولی او ټول ځایونه يې باید خوندي وساتل شي.
ګوټرېش له بېلا بېلو خواوو غوښتي، چې د نړيوال قانون له مخې ملکي وګړيو ته درناوی ولري او خوندي يې وساتي او اساسي اړتياوو ته يې بايد لارې برابرې کړي.