اسرائيلي ځواکونو تېره مياشت په غزې کې د نوسيرات کډوالو کمپ پر يو ښوونځي هوايي بريد کې امريکايي بمونه کارولي او د بمونو دوه ټوټې د خبريالانو لاس ته ورغلې دي.
د امریکا سي اېن اېن خبري رسنۍ د جون په ۶مې نېټې ويلي، چې په ويډيو کې د بمونو ټوټې ليدل کيږي او د پوځي کارپوه له تحليل او څېړنې وروسته مالومه شوې، چې دغه بمونه د امريکا لخوا توليد شوي دي.
اسرائيلي ځواکونو څو څو ځلې پر غزې تړانګې امريکايي وسلې او بمونه کارولي دي.
د اسرائيل هوايي ځواکونو د تېرې مې په ۲۶مې نېټې د غزې تړانګې په جنوب رفح ښارګوټي کې د کډوالو پر يوه پنډغالي بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې ګڼو خلکو ته مرګژوبله واوښته.
يوې امريکايي سرچېنې رسنيو ته ويلي، چې امريکا د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې په درشل کې پر اسرائيل د وسلو پلورلو تر ۱۰۰ ډېر پلانونه تصويب کړي دي.