د امريکا سپينې ماڼۍ د جون په ۶مې نېټې د غزې مسئلې په اړه د دغه هېواد، ارجنټاين، اتريش، برازيل، بلغارستان، کاناډا او نورو هېوادونو د مشرانو ګډه اعلاميه خپره کړې او پر حماس يې غږ کړی، چې په غزې تړانګې کې د اوربند او د بنديانو د خوشي کولو هغه مسوده ومني، چې ولسمشر جو بايډن د مې په ۳۱مې نېټې په وينا کې ياده کړې ده.
جو بايډن د مې په ۳۱مې نېټې رسنيو ته ويلي وو، چې اسرائيل د امريکې، قطر، مصر او د منځني ختيځ د يو شمېر هېوادونو په مشورې د اوربند يو پلان مطرح کړی، چې له مخې يې د اوربند لړۍ پر دريو پړاوونو ويشل کيږي او په غزې کې د دايمي اوربند د راوستلو او د بنديانو د خوشي کولو کړنلارې ته هم پکې اشاره شوې ده.
د جوبايډن په وينا، قطر د ياد پلان مسوده حماس ته لیږلې ده.
د حماس يوه لوړ پوړي چارواکي د جون په ۴مې نېټې په انتقاد ويلي، چې د امريکا لخوا وړاندې شوې مسوده د ولسمشر جو بايډن له وينا سره سمون نه لري. حماس يوازې په دې شرط د ياد وړانديز منلو ته تياری ښودلی، چې اسرائيل د دايمي اوربند ژمنه وکړي او خپل ځواکونه له غزې څخه وباسي.