د يمن د حوثي وسله والې ډلې وياند یحیی سارايا په يوې وينا کې ادعا کړې، چې وسله والو یې د عراق د مقاومتي ډلې په همکارۍ پر اسرائيلي بيړيو دوه ځلې بريدونه کړي دي.
دا د حوثي وسله والې ډلې لومړی ځل دی، چې د مديترانې سمندر پر غاړه يې اسرائيلي بندر او بېړۍ په نښه کړې دي.
یحیی سارايا ويلي، چې ځواکونه به یې له فلسطينيانو څخه د ملاتړ په پار نور پوځي عمليات هم ترسره کړي.
د اسرائيېل د پوځ وياند د حوثي وسله والې ډلې ياده ادعا بې بنسټه او له حقیقته لرې بللې ده.