د جاپان د موټرو شرکتونه په ډله ییزې درغلۍ کې ښکیل دي
CMG2024/06/07 15:36:20
شريکول:

د جاپان ګڼو رسنيو د جون د ۶مې نېټې په سهار يو تصوير خپور کړی او پکې ښکاري، چې د دغه هېواد د حکومت کارکوونکي د معاينې او پلټنې په پار د سوزوکي شرکت مرکزي دفتر ته ورغلي دي.

څو ورځې مخکې، د سوزوکي په ګډون د جاپان د موټرو ۵ شرکتونو د ازموینې پرمهال جعلي معلومات افشا شوي او د بېلا بېلو ټولنو اندېښنې يې راپارولې دي.

 د جاپان د کابینې لوی سکرتر هایاشي یوشيماسا اعتراف کړی، چې دغې پیښې نه یوازې د جاپان د موټرو د ازمويښتي سیسټم بنسټ ویجاړ کړی، بلکې د دغه هېواد د موټرو صنعتي اعتبار یې هم زیانمن کړی دی.

څيړونکي د موټرو صنعت د جاپان د توليدي چارو يو بنسټ بولي او په دې اند دي، چې له يادې پېښې وروسته ښايي د دغه هېواد پر ياد صنعت ناوړې اغېزې مخ په ډېرېدو شي.

کله چې ياده پېښه افشا شوه، نو د جاپان د موټرو شرکتو يو په بل پسې بښنه وغوښته او ادعا یې کړې، چې د تولیداتو خوندیتوب او کیفیت "هیڅ ستونزه" نشته او په راتلونکي کې به پکې اصلاحات راولي.

دغې پېښې جاپاني ټولنه سخته زیانمنه کړې او زیات شمېر جاپانيان په دې اند دي، چې په هېواد کې يې د موټرو شرکتونو دسېسې په مکرر ډول رامنځته کيږي او يوازې په سر ښکته کولو او بښنې د بازار باور بیا نه ترلاسه کيږي.

د جاپان مینیچي شیمبون ورځپاڼې د روانې میاشتې په ۵مې نېټې ويلي، چې ایا د جاپان تولیدات لاهم د اعتبار وړ دي؟

په دې وروستيو کالونو کې، د جاپان د موټرو په صنعت کې نژدې هر کال د درغلیو دسیسې افشا شوي او لاملونه یې هم تقریبا یو شان ښودل شوي دي.

د دغه هېواد د صنعت زياترو مشرانو د توليد د څېړنې او جوړونې د مهال د لنډولو لپاره نامناسبې کاري تګلارې او موخې ټاکلي او کارکوونکو  یې له همدې امله مجبور شوي، چې ناسمې طریقې غوره کړي.

 د ټویوټا موټرو شرکت مشر اکیو ټویوټا هم د روانې میاشتې په ۳مې نېټې په یوې خبري ناستې کې ومنله، چې د شرکت د تولید دوره او طرزالعملونه يې اوږده او پېچلي دي او هېڅوک په هغې پروسې کې مهارت نه لري، چې د درغلۍ لامل کيږي.

برسېره پردې، د برېښنایي موټرو له چټک پرمختګ سره، د جاپان د ډيزلي او پېټرولي موټرو غوره والی ورځ تر بلې کم رنګی کيږي.

د جاپان "نیهون کیزای شیمبون" ورځپاڼې د روانې مياشتې په ۶مې نېټې خبر ورکړی، چې له نویو شرکتونو سره د مخ زیاتېدونکو سیاليو په شرایطو کې، د جاپاني موټرو د شرکتونو "زیات باور" تاریخ تېر او زوړ شوی او حتی د ځاني ارزونې او پرمختګ مخه يې نېول شوې او د اوسني ستونزمن حالت لامل ګرځيدلي دي.

ياده پېښه د جاپاني شرکتونو لپاره کومه ناڅاپي پیښه نه ده او نه هم دا د موټرو د صنعت لپاره کومه ځانګړې پیښه ده.

د جاپان ډیټا تحلیلي شرکت د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د یوې سروې پایله خپره کړه، چې له مخې یې په تېرو ۵ کلونو کې ۲۵ سلنه جاپاني شرکتونو له عامه فنډونو ناوړه ګټه اخېستې او درغلۍ،  سرغړونې او نورې نامناسبې کړنې يې ترسره کړې دي.

د دغو درغلیو او نامناسبو کړنو د افشا کېدو له امله به د جاپان د موټرو ډېری شرکتونه او د اکمالاتو شرکتونه به يې له لویو اقتصادي زیانونو سره مخ شي.

شنونکي په دې باور دي، که د جاپاني موټرو صنعت سخت اغېزمن شي، نو دا به د جاپان د جي ډي پي (GDP) وده هم را ټیټه کړي.

د جاپان حکومت او تصدۍ باید ژور انعکاس او هراړخیز اصلاحات ترسره کړي او نورو او ځان ته د رسېدونکو زيانونو مخه باید ونیسي.

نیویارک ټایمز په يوې تبصرې کې ويلي، چې جاپانيان او په ټوله نړۍ کې مشتریان  د ستونزو پوره حل او د موټرو د خونديتوب په تمه دي.