فيليمون يانګ د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ رئيس وټاکل شو
CMG2024/06/07 11:25:09
شريکول:

ملګرو ملتونو د جون په ۶مې نېټې د کامرون پخوانی صدراعظم فيليمون يانګ د دغه سازمان د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ رئيس ټاکلی دی.

فيليمون يانګ به د روان کال په سپتمبر کې خپله دنده پيل کړي او د ماموريت موده به يې يو کال دوام ولري.