په جيوپوليټيکي سيالۍ کې د نړيوال سويل هېوادونو اهميت
CMG2024/06/07 15:09:35
شريکول:

 د سنټ پيټرزبورګ د نړيوال اقتصادي فورم ۲۷ مه غونډه د جون په پنځمه په روسيه کې پيل شوې او د جون تر اتمې نېټې پورې دوام کوي. تمه کيږي چې دغه فورم به له روسيې سره مرسته وکړي څو له اقتصادي پلوه د نړيوال سويل له بازارونو سره خپلې اړيکې تقويه کړي او له سياسي پلوه د خپلو بهرنيو سياستونو د پراخولو فرصت ومومي. د سنټ پيټرزبورګ دغه نړيوال اقتصادي فورم چې د نړيوال وضعيت د ژورو بدلونونو په پس منظر کې جوړ شوی، ښيي چې د سترو ځواکونو تر منځ سيالي د پراخيدو په حال کې ده. دې ته په پام چين ته هم بويه چې له نړيوال سويل سره خپلې اړيکې پياوړې کړي.

 

روسیې ته د سنټ پيټرزبورګ د نړيوال اقتصادي فورم لوی اهميت

 

د روسیې – اوکراين د جګړې تر پيليدو وروسته له اروپا او امريکا سره د روسیې اقتصادي اړيکې په چټکۍ سره خرابې شوې. د بېلګې په ډول،  په ۲۰۲۱ کال کې د روسیې – اروپا د سوداګرۍ کچه ۲۶۷.۵ ميليارده يورو يا ۲۸۰ ميليونه امريکايي ډالره وه، خو د بايډو (Baidu)د راپور پر بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې دا کچه شاوخوا ۸۹ ميليارده يورو ته را ټيټه شوې وه. په دغسې وضعيت کې له غير لويديځو مارکيټونو سره د اړيکو تقويه کول د روسیې د اقتصادي ودې لپاره له اهميته ډک دي او د سنت پيټرزبورګ نړيوال اقتصادي فورم غوره فرصت دی چې دې موخې ته په رسيدو او له غوړيدونکو اقتصادي ځواکونو سره د اړيکو د پراخولو په برخه کې له روسیې سره مرسته کوي.

 

له ډيپلوماټيک پلوه، د بنديزونو له کبله له اروپا او متحدو ايالتونو سره د روسیې اړيکې په ټپه ولاړې دي. د سنټ پيټرزبورګ نړيوال اقتصادي فورم چې د ګڼ شمېر غير لويديځو هېوادونو رهبران ور بلل شوي، روسیې ته له دې پلوه هم د اهميت وړ دی چې له نورې نړۍ سره عادي بهرنۍ اړيکې برقرارې وساتي.

 

د سنټ پيټرزبورګ نړيوال اقتصادي فورم د ډيريدونکې جيوپوليټيکې سيالۍ نښه ده

 

په نړۍ کې د لويو قدرتونو سياليو ته په پام سره د سنټ پيټرزبورګ نړيوال اقتصادي فورم د نړيوال سويلي هېوادونو د ملاتړ د خپلولو او پر يادو هېوادونو د اقتصادي او حتی سياسي اغېزو د پراخولو لپاره د روسیې يو ګام بلل کيدای شي. په حقيقت کې څو قدرتونه د سويلي هېوادونو د ملاتړ لپاره سيالي کوي. متحد ايالتونه، اروپايي ټولنه او جاپان له افريقا، د سويل ختيځې اسيا د اتحاديې له غړو هېوادونو، لاتينې امريکا او عربي هېوادونو سره د خپلو اړيکو د بدلولو په حال کې دي او د يادو سيمو په تړاو خپل سياستونه له سره تنظيموي.‎

 

د بېلګې په ډول، اروپايي ټولنې هڅې چټکې کړې څو له افريقا سره مشارکت او له نويو غوړيدونکو اقتصادي قوتونو سره د اقتصادي مشارکت د تړون مذاکرات تقويه کړي. متحد ايالتونه هم د اندو – پاسفيک ستراتيژۍ په څېر د افريقا او اسيا لپاره خپل سياستونه له سره تنظيموي. ځينې نور غير لويديځ هېوادونه هم د نړيوال سويل له هېوادونو سره د لا ښو اړيکو د جوړولو پر سر په سيالۍ بوخت دي، چې هند يې يوه بېلګه کېدای شي.

 

په ۲۰۲۳ کال کې هند د «نړيوال سويل غږ» سرمشريزه جوړه کړه، چې د نړيوال نفوذ او ځواک لپاره په سيالۍ کې د هغه هېواد د جاه طلبۍ څرګندونه کوي. له همدې کبله د سنټ پيټرزبورګ نړيوال اقتصادي فورم د پياوړي کېدونکې جيوپوليټيکي سيالۍ په منځ کې د اړيکو يو بستر ګرځېدلی دی.

 

د چين او نړيوال سويل تر منځ نږدې اړيکې

 

چين به تل د نړيوال سويل غړی وي. د نړيوالې ټولنې له بدليدونکو محرکونو سره مخ شوی چين اړ دی چې له دغو هېوادونو سره نږدې اقتصادي، سياسي او حتی نظامي اړيکې پراخې کړي.

 

تر ټولو لومړی، دا اړيکې د چين د لوړ معيار پرانيستې پاليسۍ ته مهمې دي. په وروستيو کې د چين پر وړاندې د اروپايي ټولنې او متحدو ايالتونو د «ګواښ کمولو» سياست له کبله د چين او يادو هېوادونو اړيکې له ګڼو ننګونو سره مخ او لا ډېرې پېچلې شوې دي. د چين، اروپايي ټولنې او متحدو ايالتونو د مارکيټونو تر منځ اړيکې په کمېدو دي. له همدې کبله چين بايد د خپلو بهرنيو اړيکو د ثبات د ډاډمنولو او د باکيفيته پرانيستنې د ساتلو لپاره د نړيوال سويل له پراخو هېوادونو سره اړيکې تقويه کړي.

 

پر دې سربېره، دا د چين د پايدارې اقتصادي پراختيا لپاره يوه اړينه لاره ده. چين کولی شي چې له مخ پر ودې اقتصادونو سره په مختلفو برخو او مختلفو کچو کې د همکاريو له لارې د اروپايي ټولنې او متحدو ايالتونو د «محافظتي سياستونو» له کبله ور اوښتونکي زيانونه جبران کړي.

 

درېيم، چين اړ دی چې د ځان لپاره يو غوره نړيوال چاپېريال برابر کړي. د متقابلو ګټو او ګټې – ګټې همکاريو د اصولو پر بنسټ د نړيوال سويل له هېوادونو سره د بازاري اړيکو پياوړتيا به د چين – نړيوال سويل د اړيکو له سالمې پراختيا سره مرسته وکړي. د اړيکو دا پراختيا بيا چين ته د يوه باثباته او دوستانه نړيوال چاپېريال په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبولی شي.

 

دې ټولو موخو ته د رسېدو لپاره، چين اړ دی چې پر نورو سرچينو د پانګونې او ژورو ارتباطاتو له لارې له نړيوال سويل سره خپلې اړيکې لا ډيرې تقويه کړي. له دې سره سره هم، چين له نړيوال سويل سره د اړيکو د پراخولو له لارې بايد له لويديځ سره د سيالۍ د پراخولو په هڅه کې نه وي. له نړيوال سويل سره د اړيکو پراخول له لويديځ سره د باثباته اړيکو د پرېښودلو په مانا نه دي. چيني کاروبارونه بايد پوره هڅه وکړي چې له اروپايي او امريکايي مارکيټونو سره خپلې اړيکې برقرارې وساتي، ځکه دا اړيکې د چين اقتصادي ګټې لوړې کچې ته رسوي او په ورته مهال د لويديځ لپاره هم ګټورې ثابتېدای شي.