د امريکا د دفاع وزارت د ملي امنيت د همکاريو رياست په دې وروستيو کې اعلان وکړ، چې امريکا پر تايوان د ۳۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو پلان منظور کړ او تايوان ته به د اېف-۱۶ ((F-16)) جنګي الوتکې
پرزې او اړوند خدمتونه ورکړي.
د چين د دفاع وزارت وياند جانګ شياو ګانګ په دې اړه وويل، چې امريکا پر تايوان وسلو پلورلې، دغه کړنه د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له دريو ګډو اعلاميو په تېره بيا له ۸.۱۷ اعلاميې څخه سرغړونه ده، د چين ملي حاکميت او امنيت ته يې زيان رسولی، د تايوان تنګي د دواړو غاړو سوله او ثبات يې ډېر خراب کړي او چين له دې څخه ټينګ مخالفت کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د تايوان مسئله د چين او امريکا په اړيکو کې سره کرښه بلل کېږي. چين له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د يو چين پېژندنې اصل او د چين او امريکا پر درېيو ګډو اعلاميو ټينګار وکړي او پر تايوان د وسلو پلور بند کړي.
د چين پوځ به تمرينات زيات کړي او ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا به ټينګ وساتي.