د چين د دولت رئيس شي جينپينګ د جون د ۷مې نېټې په ماسپښين د پلازمېنې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د برازيل د ولسمشر له مرستيال ګيرالډو الکمين سره وکتل.
شي جينپينګ وويل، چې چين او برازيل ښه دوستان او همکاران دي. دواړو هېوادونو د تېر کال په اپرېل مياشت کې په نوي زمانه کې د خپلمنځي اړيکو د نوي پرمختګ په اړه مهمې ګډې نظريې تر لاسه کړې دي. له تېر کال راهيسې، د دواړو هېوادونو متقابل باور ژور شوی، خپلمنځي همکارۍ پياوړې شوې او په نړيوال ډګر کې همکارۍ نژدې شوې دي چې نه يوازې د خپلمنځي همکاریو پياوړتیا ته پام کړی، بلکې د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې هم ساتل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال په نړی کې د بېساري بدلونونه د رامنځته کېدو په حال کې دي، چين او برازيل د پرمختيايي هېوادونه او مهم سمسور بازاري هېوادونه دي او پراخې او ګډې ستراتيژيکې ګټې لري. د چين او برازيل تر منځ د اړيکو پرمختګ د پرمختيايي هېوادونو د يووالي او همکارۍ او د نړۍ د سولې او ثابت لپاره مهم رول لوبوي.
ګيرالډو الکمين رئيس شي جين پينګ ته د ولسمشر لويز اناسيو لولا ډاسيلوا نيکې هيلې وړاندې کړې. ده وویل، پرون مې له مرستيال رئيس هان جنګ سره د برازيل او چين د لوړ پوړې همغږۍ او همکارۍ کمېټې ۷مه غونډه مشري وکړه او فعاله لاسته راوړنې مو تر لاسه کړې. له بېوزلۍ سره مبارزه د چین تجربې برازیل ته مهمې پایلې درلودې.
نوموړي زياته کړه، برازيل غواړي د دواړو هېوادونو د سیاسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په مناسبت له چين سره يو ځای د دوه اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د ژورتيا لپاره هڅه وکړي، د خپلمنځي اړيکې نوې کچې ته لوړې کړي او د سوله ییزې، عادلانه او دوامدار نړۍ د ابادۍ لپاره خپل خدمتونه وکړي.