شي جين پينګ: چین غواړي له پاکستان سره په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو بهیر چټک کړي
CMG2024/06/08 10:43:26
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۷مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شريف سره وکتل. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې چين غواړي له پاکستان سره له یو بل ټينګ ملاتړ وکړي او په نوې زمانه کې د چين او پاکستان د ګډ برخلیک د نژدې ټولنې د جوړولو چارې ګړندۍ کړي.

رئیس شي جين پينګ چين ته د صدراعظم شهباز شريف د سفر هرکلى وکړ او د چين او پاکستان د اړيکو د پرمختګ ډېره ستاینه یې وکړه. هغه وویل، چين او پاکستان ښه ګاونډيان، ملګري او وروڼه دي. د چين او پاکستان تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لا ژورې شوې دي او د عامه افکارو قوي بنسټ او د پراخو پرمختيايي امکاناتو په لرلو سره چين غواړي له پاکستان سره په ټينګه همکاریزې اړيکې لا ټينګې کړي، ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي او په نوې زمانه کې د چين او پاکستان ترمنځ د ګډ برخلیک د نږدې ټولنې د جوړولو بهير چټک کړي، څو د سیمه يیزې سولې، ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لپاره ستر خدمتونه وکړي.

رئیس شي جين پينګ زیاته کړه چې د چين او پاکستان ترمنځ د تلپاتې دوستۍ کیلي په دې حقيقت کې ده چې دواړه خواوې تل يو بل درک کړي، په لوړه کچه باور او ټينګ ملاتړ لري. چین له پاکستان څخه مننه او قدردانی کوي چې د چين د اساسي ګټو او سترو اندېښنو په مسئلو کې له چین سره اوږدمهاله او ټينګ ملاتړ لري. چين به د تل په شان د پاکستان د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په ساتنه کې ټينګ ملاتړ وکړي، د پاکستان د پرمختګ لار کوم چې له خپلو ملي شرايطو سره یې سمون لري او له ترهګرۍ سره په ټينګه مبارزه کې به له پاکستان څخه ملاتړ وکړي. چين غواړي له پاکستان سره د کمربند او لارې د لوړ کيفيت د ګډې ابادۍ او د کرنې، کانونو او ټولنې په برخو کې همکارۍ وکړي. هيله ده چې پاکستان به د يو خوندي، باثباته او د وړاندوينې وړ سوداګريز چاپېريال برابرولو ته دوام ورکړي او په واقعي توګه په پاکستان کې د چينایانو او چیني پروژو او سازمانونو امنيت تامين کړي. چين غواړي د ملګرو ملتونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې له پاکستان سره همغږي او همکاري پياوړې کړي.

شهباز شریف وويل چې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو، له فساد سره د مبارزې او پرمختګ په برخو کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د رئيس شي جين پينګ غوره رهبرۍ د پاکستان او د نړۍ د نورو هېوادونو د خلکو لخوا په صادقانه توګه ستاينه شوې ده. رئيس شي جين پينګ د ټولو انسانانو هوساینې ته پاملرنه کوي، په فعاله توګه نړیوالې سولې ته وده ورکوي، د جګړې پر ځای د خبرو اترو پلوي کوي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن د نوښتونو وړانديز کوي چې په اوسنۍ نړۍ کې د ستونزو د حل او د یوې سوله ییزې او ښکلې نړۍ د جوړولو لپاره ستراتیژیک لارښود برابروي چې پاکستان یې ډېره ستاینه کوي او بشپړ ملاتړ ترې کوي.  پاکستان به بې له شکه د چین تر ټولو باوري ملګری او همکار وي. د يو چين پېژندنې اصول د پاکستان د حکومت ټينګه ژمنه ده او تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده. پاکستان به د تايوان، شي ځانګ، شينجيانګ او د جنوبي  سمندرګي په شمول مسئلو په اړه د چين د دريځ ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي.