د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جون په ۷مه نېټه په خبري ناسته کې وويل، چې امريکا پر تايوان وسلې پلورلي، دغه کړنه د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له درېيو ګډو اعلاميو په تېره بيا د ۸.۱۷ اعلاميې څخه سرغړونه ده، د چين ملي حاکميت او امنيت ته يې زيان رسولی، د چين او امريکا تر منځ اړيکې او د تايوان تنګي سوله او ثبات يې ډېر ترینګلي کړي او چين له دې څخه جدي مخالفت کوي.
نوموړې زياته کړه، د تايوان مسئله د چين د اصلي گټو بنسټ دی او د چين او امريکا په اړيکو کې سره کرښه بلل کېږي. چين له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د يو چين پېژندنې پر اصل او د چين او امريکا پر درېيو ګډو اعلاميو ټينګار وکړي، پر تايوان د وسلو پلور بند کړي او له دې سيمې سره دې پوځي اړيکې پرې کړي.
نوموړې ويلي، چين به د خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا دساتلو لپاره ټينګ او قوي تدبيرونه ونيسي.