د ماليزيا صدراعظم: د چین په جنوبي سمندرګي مسئله کې باید د هېڅ بهرني ځواک لاسوهنه ونه شي
CMG2024/06/08 10:46:19
شريکول:

د مالیزیا د خبري اژانس د راپور له مخې، د ماليزيا صدراعظم انور ابراهيم د اسيا ارام سمندر په ۳۷م فورم کې د ګډون پر مهال د فليپين د استازي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د چین په جنوبي سمندرګي مسئله کې باید د هېڅ بهرني ځواک لاسوهنه ونه شي، ځکه چې دا به دغه وضعيت لا نور پېچلی کړي.

انور د اسیان هېوادونو پر هغه دریځ ټینګار وکړ چې له چین سره په ګډه د چین جنوبي سمندرګي کې د سولې او ثبات ساتنه وکړي.

مالیزیا هېواد به په ۲۰۲۵م کال کې د اسیان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه دنده تر سره کړي.