شي جين پينګ د پاکستان له صدراعظم شهباز شريف سره وکتل
CMG2024/06/08 10:34:52
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۷مې نېټې په ماسپښين د پلازمينې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شريف سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، چې چين او پاکستان ښه دوستان او ګاونډي هېوادونه دي. د چين او پاکستان تر منځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ژورې شوې دي. چين غواړي له پاکستان سره له يو بل ملاتړ وکړي، خپلمنځي همکارۍ او همغږۍ پياوړې کړي، په نوي زمانه کې د چين او پاکستان د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او ژورتيا لپاره هڅه وکړي او په سيمه کې د سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره لا نور خدمتونه وکړي.

نوموړي له پاکستان څخه مننه وکړه چې د چين په اړه ګډې ګټې او مهمو اندېښنو په اړه تل له چين څخه ملاتړ کړی دی. چين به د پخوا په شان د پاکستان د ملي‌ حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په اړه له پاکستان څخه ملاتړ وکړي او هم به د خپل وضعيت له مخې د پرمختګ لارې له کارولو څخه او هم د ترهګرۍ پر ضد له مبارزې څخه ملاتړ وکړي.

شهباز شريف وويل، چې چين د رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د بېوزلۍ له منځه وړلو، د فساد پر ضد مبارزې او پرمختګ په برخو کې سترې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.  د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د نړيوال پرمختيا، امنيت او تمدن وړانديزونه به د نړۍ پر مخ ستونزو د حلولو لپاره ستراتيژيکې لارښوونې ورکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د يو چين پيژندنې اصول د پاکستان حکومت ټينګه ژمنه ده او تايوان د چين يو نه بېلېدو برخو څخه دی. پاکستان به تل د تايوان، شي ځانګ، شينجيانګ او جنوبي سمندر په اړه د چين له دريځ څخه ټينګ ملاتړ کوي.