د سره صليب نړيوالې کمېټې مشرې ميرجانا سپولجاريک ايګير په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ له خبریالې سره ځانګړې مرکه کړې. نوموړې ويلي، د بشري چارو وروستۍ موخه دا ده چې بشریت سولې، پرمختګ او عامه ژوند ته لاسرسی ولري.
نوموړې د بشري چارو په اړه د چین د دولت رئيس شي جين پينګ نظريې او د نړيوالو بشري چارو په برخه کې د چين د مهمو خدمتونو ستاينه وکړه.
نوموړې زياته کړه، هيله ده چې له چين سره د کمربند او لارې په چوکاټ کې همکارۍ پياوړې کړي او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره به هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده چې نوموړې تېر کال په سپتمبر کې چين ته سفر کړی و.