ملګرو ملتونو د چين لخوا وړاندیز شوې د تمدنونو ډيالوګ نړيواله ورځ نومول تصويب کړل
CMG2024/06/08 10:37:54
شريکول:

د ملګرو ملتونو ۷۸مې عمومي اسمبلې د جون په ۷مه نېټه په دې موافقه وکړه چې د چين لخوا وړاندیز شوې د تمدنونو ډيالوګ نړيواله ورځ رامنځته شي.

په دې مصوبه کې ويل شوي، چې د تمدنونو لاسته راوړنې د انسانو ګډې ګټې دي، د تمدنونو تنوع ته دې درناوی وشي او د جون ۱۰مه نېټه به د تمدنونو ډيالوګ نړيواله ورځ ونومول شي.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ وويل، چې چين له عمومي اسمبلې څخه د تمدنونو ډيالوګ نړيوالې ورځ د نومولو غوښتنه وکړه، دا د څواړخيزم او د ملګرو ملتونو له ماموریت څخه د چين ټينګ ملاتړ او له سلو کلونو راهیسې د بدلونونو په وضعیت کې د لوی هېواد په توګه د چين مسؤلیت څرګندوي.