بېجینګ د اوکراین کړکېچ د حل په اړه د چین او برازیل په توافق کې د لا ډېرو هېوادونو د ګډون غوښتنه کوي
CMG2024/06/08 14:21:51
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ګنګ شوانګ د جون په ۷مه نېټه وویل، چې چین د لا ډېرو هېوادونو هرکلی کوي چې د اوکراین کړکېچ د حل په اړه د چین او برازیل په توافق کې ګډون او ملاتړ یې وکړي.

ګنګ شوانګ په همدې ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ویلي، په اوکراین کې جګړې په شدتروانې دي او بشري وضعیت ورځ په ورځ سختېږي، چین په دې اړه ژوره اندېښنه لري. چین له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې زغم وساتي، د نړيوالو بشري قوانينو مراعات وکړي، پر ملکي وګړو او بنسټيزو تاسيساتو له بريدونو ډډه وکړي، ژر تر ژره سوله ییزې خبرې اترې بيا پيل کړي او اوربند ترسره شي.