نړیواله ټولنه د م م له خوا د تمدنونو د خبرو اترو د نړیوالې ورځې د جوړېدو هرکلی کوي
CMG2024/06/09 15:14:16
شريکول:

د م م په ۷۸مه عمومي اسامبله کې د جون په ۷مه نېټه د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو د نړيوالې ورځې د جوړېدو په اړه د چين وړانديز شوی پرېکړه ليک تصويب شو او د جون ۱۰مه نېټه يې د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو د نړيوالې ورځې په توګه ونوموله. چیني او بهرنیو شخصیتونو په جلا جلا توګه وويل چې د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو نړيواله ورځ پر وخت رامنځته کېږي او د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د تعصب او غلط فهمۍ د له منځه وړلو او د تفاهم او باور د پياوړتيا لپاره به مهم رول ولوبوي. د چين لخوا وړانديز شوی د نړيوال تمدن نوښتونه په پر له پسې توګه پلی شوي چې د انساني ټولنې د يووالي، پرمختګ او ګډې سمسورتيا لپاره د تمدن ځواک او د بشري تمدن د ګډې سمسورتيا او پرمختګ لپاره دايمي خوځنده ځواک برابر کړي. د چین له خوا لایحې په پراخه پیمانه پیژندل شوي او د نړیوالې سولې د ساتلو او د ګډ پرمختګ د هڅولو لپاره مهمه مثبته انرژي راوړي.

په چين کې د پاکستان پخوانۍ سفيرې نغمانې هاشمي وویل، دا ښه ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې دغه پرېکړه ليک تصويب کړ. د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو د نړيوالې ورځې جوړېدل د یادونې وړ دي چې د تمدن کلیدي اهمیت د انسانانو په متقابل ملاتړ کې دی او دا به څو اړخیزیزم ته وده ورکړي او په سوله ییزه توګه به د نړۍ ټولشموله وده او پرمختګ ته پراختیا ور کړي.

د کینیا د نړیوالو مطالعاتو پوه، کیوینس اډهیر وویل چې دا د ملګرو ملتونو د لویې کورنۍ لخوا د مختلفو تمدنونو ترمنځ د تفاهم، دوستۍ او توافق د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی. هغه وويل، د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو د نړيوالې ورځې جوړېدل د بېلا بېلو نظريو د زغملو او د بېلا بېلو کلتورونو د درناوي لپاره د ټولو خواوو عامه پېژندنه منعکسوي او د دایمي سولې، امنيت او ټولشموله پرمختګ د رامنځته کېدو د سمې لارې په توګه د خبرو اترو ملاتړ کوي.

اوس نړۍ له ډېرو بحرانونو او ننګونو سره مخامخ ده او د ګډوډۍ او بدلون نوي پړاو ته داخله شوې ده. د ډېرو هېوادونو د شخصیتونو په اند، په اوسنیو حالاتو کې د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو د نړيوالې ورځې جوړېدل به متقابل تفاهم او باور پياوړی او د خلکو تر منځ اړيکې، يووالی او همکارۍ نږدې کړي.

د زياتو هېوادونو وګړيو وويل چې د نړيوال تمدن په اړه د چين نوښتونه د څواړخيزم او د م م کارونو لپاره د چين د ټينګ ملاتړ ښکارندوی دی. چين په پر له پسې توګه د نړیوالو تمدنونو د راکړې ورکړې او سوله ييز پرمختګ په هڅولو کې کوښښ کوي چې د نړیوالې سولې او همکارۍ د پياوړتيا په برخه کې د یو لوی مسوولیت پذیر هېواد مسؤلیت په ډاګه کوي.

د افغانستان د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد جلال بازوان له افغانستان سره د چین له مرستې څخه ډېره مننه کوي. هغه وویل، چين تل د تمدنونو ترمنځ د متقابلې تبادلې د پياوړتيا، تنوع ته د درناوي او د نړيوالې همکارۍ د زیاتوالي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

د زياتو هېوادونو وګړيو وويل چې دوی په راتلونکي کې له چين سره د تبادلې او همکارۍ د لا پياوړتيا په لټه کې دي او په ګډه به د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو نوی فصل وليکي.