د روسيې او اوکراين تر منځ په څو برخو کې جګړې په ځايي وخت د جون په ۸مه نېټه هم دوام درلود.
د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد پوځ په دې ورځ د اوکراین پوځي سیمو ته ننوتلی او د یاد هېواد بې پيلوټه الوتکې کښتۍ او نور تجهیزات یې ویشتلي دي.
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي په همدې شپه په یوه ویډیويي وینا کې وویل چې په خارکوف کې د روسیې د پوځ عملیات ناکام شوي او د اوکراین پوځ اوس هڅه کوي چې د روسیې پوځ کلابند کړي. هغه هم وویل چې له خپلو همکارانو سره یې په اوکراین کې د اضافي هوايي دفاعي سیستم د ځای پر ځای کولو په اړه موافقې ته رسیدلی دی.