د جرمني صدراعظم: موږ له دې مخالفت کوو چې له بهرنيو هېوادونو سره د سيالۍ له امله د اورپا د موټرو بازارونه بند کړو
CMG2024/06/09 11:00:05
شريکول:

د جرمني صدراعظم اولف شولز د جون په ۸مه نېټه په یوه وینا کې وویل، موږ له دې سره مخالفت کوو چې له بهرنيو هېوادونو سره د سيالۍ له امله د اورپا د موټرو بازارونه بند کړو.

اولف شولز په همدې ورځ د اوپل موټر شرکت د جوړېدو د ۱۲۵مې کلیزې د لمانځنې په مراسمو کې وويل، موږ به د بهرنيو شرکتونو پرمخ خپل بازار بند نه کړو، ځکه چې موږ نه غواړو زموږ شرکتونه په بهرنيو هېوادونو کې له دغه شان وضعيت سره مخ شي.