اسرائيل: له غزې تړانګې څخه مو ۴ بنديانو آزاد کړل
CMG2024/06/09 10:59:14
شريکول:

د اسرائيلو ځواکونو د جون په ۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په همدې ورځ يې له غزې تړانګې څخه ۴ بنديانو آزاد کړي دي.

په دغه اعلاميه کې راغلي ، ياد ۴ بنديانو د تېر کال د اکتوبر په ۷مه نېته د اسرائيلو په جنوب کې په يو کنسرټ کې د حماس لخوا برمته او دغزې تړانګې ته وړل شوي وو.

سرچینه وايي چې دغه بندیان اوس روغ او جوړ دي او د اسرائيلو روغتون ته لېږد شوي دي.

د فلسطين د روغتيا وزارت ويلي، چې د اسرائيلو بريدونو له امله لږ تر لږه ۹۴ تنه وژل شوی دی.