د فرانسې او امريکا مشران وايي په غزه کي دې سمدلاسه اوربند وشي
CMG2024/06/09 10:41:45
شريکول:

د فرانسي ولسمشر ايمانويل مکرون د جون په اتمه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه پاريس کې د امريکا له ولسمشر جون بايډن سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو غوښتنه وکړه چې په غزه کې دې سمدلاسه اور بند وشي او د فلسطين او اسرايئلو تر منځ مسئلې دې له سياسي لارو حل شي.

جون بايډن د روانې مياشتې په ۶مه نېټه د فرانسې په کلوادوس ولايت کې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د دغه هېواد نرماندي کمپين کې د نړيوالو پوځونو د ښکته کېدو د ۸۰مې کاليزې د يادونې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ده د جون په ۸مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبرې اترې وکړې.

د مالوماتو له مخې، د فرانسې او امريکا مشرانو د روسيې او اوکراين تر منځ شخړې، د منځنې ختيځ حالت او د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ په اړه بحثونه کړي او په بېلا بېلو برخو کې يې د دوو هېوادونو تر منځ د همکارۍ پلانونه خپاره کړي دي.