وانګ يونګ د سانټ پيرزبورګ ۲۷م نړيوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړ
CMG2024/06/09 10:43:05
شريکول:

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د مشر مرستيال وانګ يونګ په مشرۍ یوه پلاوي د روسيې د حکومت په بلنه د جون له ۶مې څخه تر ۹مې نېټې پورې د دغه هېواد په سانټ پيټرزبورګ کې په ۲۷ نړیوال اقتصادي فورم کې  ګډون وکړ.

وانګ يونګ د دې په ترڅ کې د روسيې د صدراعظم له مرستيال الکشی اويرچوک سره کتنه وکړه او د دواړو مشرانو د مهمو ګډو نظریو د پلي کولو او د خپلمنځي اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ په اړه بحثونه کړي دي.