د حماس د رسنیو دفتر د جون په ۸مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د اسرائیلو پوځ په همدې ورځ د غزې تړانګې په مرکزي سیمو کې د نصیرات د کډوالو کمپ په ګډون پر ګڼو سیمو بریدونه وکړل چې له امله یې لږ تر لږه ۲۱۰ فلسطینیان ووژل شول او تر ۴۰۰ ډېر نور ټپیان شول.