د ښامار کښتۍ اختر
CMG2024/06/10 15:35:01
شريکول:

د سږکال د جون لسمه نېټه د چين د کرنيزې جنترۍ د ښامار کښتۍ اختر سره برابره ده، چې په ترڅ کې يې چينايان ډول ډول کلتوري فعاليتونه ترسره کوي او تر ټولو جالب فعاليت يې د ښامار بڼې لرونکو کښتيو سیالي ده، چې د ډېرو پاملرنه يې راجلب کړې وي.

د نړۍ ډول ډول کلتورونه د همدغسې فعاليتونو له لارې سره وصل کېدای او خلک ترې د پیوستون احساس کولی شي.

د ښامار کښتۍ اختر د چين له څلورو لويو دوديزو اخترونو څخه يو دی، چې په ۲۰۰۹م کال کې يې د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان د انسانانو د نامادي کلتوري ميراثونو په لېست کې هم ځای خپل کړی او دا د چين لومړی اختر دی، چې په دغه لېست کې شامل شوی دی.

د چين کلتوري فعاليتونه په وروستيو کلونو کې د ډېرو هېوادونو د خلکو پاملرنه راجلب کړې او اوس ډېر بهرنيان د چين ښامار اختر په ګډون ډول ډول کلتوري فعاليتونو کې ګډون او نمانځنه يې کوي.

د بېلا بېلو هېوادونو خلک چې ډول ډول کلتورونه لري، په تېرو څو کلونو کې د ښامار بڼه لرونکو کښتيو اختر د نمانځنې په فعالیتونو کې ګډون کړی او يو له بل سره يې کلتوري نظریې تبادلې کړې دي.

هغه بهرنيان چې په چين کې کار او ژوند کوي، د دغه هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د دې اختر د نمانځنې فعاليتونو کې برخه اخلي. د ساري په توګه يو بنګلاديشی، چې چيني نوم يې اعاکای دی او اوسمهال د چين په چونګ چينګ ښار کې زده کړې کوي، د دغه اختر د نمانځنې په مناسبت د نامادي کلتوري میراثونو په فعاليت کې یې ګډون کړی و او د چيني دودونو په اړه يې ډېر معلومات ترلاسه کړي دي.

جيا نان د ترکيې اوسیدونکې ده او څو کاله کيږي، چې په تيان جين ښار کې ژوند کوي او وايي، چې د ښاماربڼه لرونکو کښتيو په سيالۍ کې يې د زيارکښۍ او يووالي ځواک احساس کړی دی.

 د فليپين د بوګيکامن د ښامار بڼه لرونکو کښتیو د ټيم مشر چاهاياګ د ۲۰۲۴م کال د چين او اسيان د دغو کښتيو په سيالۍ کې د ګډون پرمهال رسنيو ته ويلي، چې دغه سیالي په لومړي ځل چين کې ترسره شوې او اوس فليپيني لوبډله د خپل ارمان د پوره کولو لپاره چين ته راغلې ده.

په هالنډ کې مېشتو چينايانو د دغه اختر څو ورځې مخکې د ښامار بڼه لرونکو کښتيو سيالي ترسره کړې او هم يې د زمري نڅا نندارې ته وړاندې کړې ده او په ورته وخت کې د المان په فرانکفورټ ښار کې هم مېشتو چينايانو د ښامار بڼه لرونکو کښتيو سيالي ترسره کړې ده.

دوی نړيوالو ته د چین کلتور جذاب ښودلی او د چينايانو کلتوري روحيه یې ورسره شريکه کړې ده.

د نړيوال کېدو بهر چټک شوی او کلتوري تبادلې د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ يوه مهمه کړکۍ ګرځېدلې ده.

په نړۍ کې کلتوري او سپورټي تبادلې ورځ تر بلې په زياتېدو دي او د بېلا بېلو هېوادونو د زړونو د نښلېدو لپاره يې مهم رول لوبولی او د هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم د لا ژوروالي، د خلکو ترمنځ د متقابل درناوي د پرمخبيولو، د بېلا بېلو کلتوري پيوستون او تمدني تبادلې لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

د فرانکفورټ ښاروال جوسف د دې ښار د ښاماربڼه لرونکو کښتيو د نړيوالې دوستانه سيالۍ پرانيستونکو مراسمو ته وينا کې ويلي، چې د المان او چين ترمنځ د ملکي تګ راتګ، کلتوري تبادلې او په ساينسي او علمي برخو کې د همکاريو پياوړتيا د دواړو هېوادونو د خلکو د متقابل تفاهم د لا ټینګېدو او د متقابلو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د ترلاسه کولو لپاره مثبت رول لوبولی دی.

په نړۍ کې د چين عنعنوي کلتوري جذابيت په خورېدو دی او دا د دغه هېواد د کلتوري ځواک د لا پياوړي کېدو ښکارندويي کوي.

چیني کلتور په وروستيو کلونو کې د نړۍ د بېلا بېلو تمدنونو په تبادلې کې جذابه بڼه ښودلې او د ډېرو خلکو پاملرنه يې راخپله کړې ده.

د چيني کلتور مفکوره، روحيه او اخلاقي معيار د چینايانو د مفکورې او روحيې کلیدي برخه ده او د انساني ستونزو د لرې کولو لپاره مهم ارزښت لري او نړيوالې ټولنې دا ټکي درک کړي دي.

روان کال د ښاماربڼه لرونکو کښتيو اختر د ملګرو ملتونو د تمدني ډيالوګ له نړيوالې ورځې سره په يوه ورځ لمانځل کيږي. د ملګرو ملتونو ۷۸مې عمومي اسامبلۍ د روانې میاشتې په اوومې نېټې د چين د تمدني ډيالوګ د ورځې د ټاکل کېدو پرېکړه ليک تصويب کړ او  د هر کال د جون لسمه نېټه يې د تمدني ډيالوګ ورځ ټاکلې ده.

په کلتوري تبادلې کې د بېلا بېلو هېوادونو پيوستون او يو له بل څخه د تجربو زده کول او ګټې اخيستل د ټولو خلکو د لانيکمرغه او هوسا ژوند د ترلاسه کولو لپاره کلک بنسټ ايښودلی دی.

چيني تمدن به له نورو تمدنونو سره يو ځای د نړيوالو کلتورونو د وصل کېدو لپاره ښه رول ولوبوي او انسانانو ته به د سمې روحيي لارښوونه او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره به لا زيات خدمتونه وکړي.