مکرون د فرانسې پارلمان منحل اعلان کړ
CMG2024/06/10 10:49:57
شريکول:

د اروپا پارلماني ټاکنې د جون له ۶مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې ترسره شوې او د فرانسې په شمول د اروپايي ټولنې زیاتره غړو هېوادونو کې د ۹مې نېټې د شپې تر ناوخته رايه اچونه روانه وه.

 فرانسويانو په ۹مې نېټې د خپلې خوښې نوماندانو ته رايې ورکړي او اروپايي پارلمان کې به ۸۱ استازي ولري.

فرانسوي رسنیو د ۹مې په شپه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد رسيمبلېمېنټ نېشنل ګوند د نورو ګوندونو په پرتله مخکښ دی او 31.7 سلنه رایې يې ترلاسه کړې دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په همدې شپه په ټلویزیوني وينا کې د ټاکنو ياده پايله د اروپايي ګوندونو لپاره ښه زیری نه دی بللی او د خپل هېواد د پارلمان د منحلېدو اعلان يې کړی دی.

ټاکل شوې، د فرانسې د ملي پارلمان ټاکنې به په دوو پړاوونو کې د جون په ۳۰مې او د راتلونکي جولای په ۷مې نېټې ترسره شي.