د چین د صنعت او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت څو ورځې مخکې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږ کال په تېرو ۴ میاشتو کې د دغه هېواد د سافټویر او مالوماتي ټکنالوژۍ چارې ښې روانې وې او عایدات یې 3.8 زرو میلیارډو یوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت 11.6 سلنه زیاتوالی ښيي.
د یادولو ده، چې په سافټویري چارو کې د چين د مالوماتي ټکنالوژۍ د خدمتونو سږنيو عایداتو چټک زیاتوالی موندلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله 13.2 سلنه ډېروالی ښيي.