د اسرائیل د جنګي کابینې غړي بانجامن ګانتز د جون په ۹مې نېټې په یوې خبري ناستې کې له یادې کابینې څخه د وتلو اعلان کړی او له ټاکلي وخت مخکې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي په ټينګار ويلي، چې د اسرائیل د رښتيني بریالیتوب لپاره باید د روان کال په مني کې پارلماني ټاکنې ترسره شي، څو د خلکو د باور وړ حکومت جوړ شي.
هغه د اسرائیل د جنګي کابینې له بل غړي او دفاع وزیر یواف ګلانت څخه هم غوښتي، چې له یادې کابینې څخه ووزي.