د امريکا د ويسکونسين ايالت په مرکز ماديسون ښار کې د جون د ۹مې نېټې په سهار د ډزو پېښه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپيان شوي دي.
ځايي پوليسو د ټپيانو عمرونه له ۱۴ تر ۲۳ کالونو پورې ښودلي او د ټولو وضعيت يې د ډاډ وړ بللی دی.
پوليسو تر اوسه د بريدګر په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي او وايي، د پېښې په تړاو يې پلټنې پېل کړې دي.