د چين هو بې ولايت د «چیو يوان» د درناوي په وياړ د جشن کوربه دی
CRI2024/06/10 15:01:30
شريکول:

د ډرګن بوټ يا ښامار کښتۍ جشن پيليدونکی دی. دا د چين د لويو دوديزو جشنونو له ډلې يو دی چې د ۲۳۰۰ کاله پخواني شاعر «چیو يوان» د تلين په ياد جوړيږي. د چين د هو بې ولايت په يي چانګ ښار کې د جون د ۷مې نېټې په شپه یوه لویه هنري غونډه جوړه شوې وه چې په کې د چو دوديزې سرښندنې نندارې ته وړاندې شوې او د عاشقانه ډرامې له لارې د «چیو يوان» په شعرونو کې د کلتور، دودونو او په زړه پورې منظرو معرفت وړاندې شو. په يي چانګ کې دغه ماښامنۍ غونډه د سږني ډرګن بوټ جشن پيلامه وه. په راتلونکو درېيو ورځو کې به د ښامار کښتيو، زونګزي تړلو، شعر لوستلو او نور دوديز فعاليتونه ترسره شي چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه به یې خلک نندارې ته ورشي او له ليدلو به یې خوند واخلي.