امنيت شورا په غزې کې د اوربند پرېکړه ليک تصویب کړ
CMG2024/06/11 11:01:19
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جون په ۱۰مې نېټې ۲۷۳۵م پرېکړه لیک تصویب کړی، چې له مخې يې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د اته میاشتنۍ جګړې د ژر پای ته رسېدو او په غزې کې د "سمدستي، هر اړخیز او بشپړ" اوربند غوښتنې شوې دي.

دغه پرېکړه لیک ته د امنیت شورا له ۱۵ غړو هېوادونو څخه ۱۴ يې مثبتې رایې ورکړي او يوازې روسیې ورته ممتنع رايه کارولې ده.

امنيت شورا له اسرائیل او حماس څخه غوښتي، چې له ځنډ او شرط  پرته ياد پرېکړه ليک په بشپړه توګه پلی کړي.

په دغه پرېکړه ليک کې په غزې تړانګې کې د هراړخیز اوربند لپاره درې پړوايز پلان وړاندې شوی دی.

د یاد پلان په لومړي پړاو کې د سمدستي، هراړخیز او بشپړ اوربند، د ښځو، بوډاګانو او ټپیانو په ګډون د بندیانو خوشې کول، په غزې کې د ځينو مړه شويو بندیانو د جسدونو وړل او د فلسطیني بنديانو تبادله شامل دي.

د دغه پرېکړه ليک له مخې، اسرائيلي ځواکونه باید د غزې له ګڼو سیمو څخه ووځي او فلسطینیانو ته باید اجازه ورکړي چې د شمالي غزې په شمول ټولو ځايونو ته بېرته ستانه شي، څو په خوندي او اغېزمن ډ‌ول ورته بشري مرستې ورسیږي.

د دغه پرېکړه لیک له مخې، په دویم پړاو کې به په غزې کې دایمي اوربند وشي،  ټول بندیان به خوشې شي او اسرائيلي ځواکونه به له غزې څخه په بشپړ توګه ووځي او په درېیم پړاو کې به "د غزې د بیارغونې څو کلن پلان" پیل شي او د ټولو وژل شویو بندیانو جسدونه به خپلو سیمو ته و ليږدول شي.