حوثيان: يوه جاسوسه شبکه مو نېولې، امريکا او اسرائيل يې ملاتړ کوي
CMG2024/06/11 11:09:36
شريکول:

د يمن حوثي وسله والې ډلې د جون په لسمې نېټې خبر ورکړی، چې په دې وروستيو کې يې يوه جاسوسه شبکه پيدا کړې او څو غړي يې ترې نيولي دي.

خبر وايي، دغه شبکه د امريکا او اسرائيل ملاتړ او پلویتوب لري او په تېرو کالونو کې يې د دوی په مرستې ډېرې ورانکارې چارې ترسره کړي دي.

د حوثي وسله والې ډلې د استخباراتي چارو مسؤل په همدې ورځ ويلي، چې يادې جاسوسې شبکې له تېرو لس ګونو کلونو راهيسې په حکومتي او غير حکومتي ارګانونو کې د دښمنانو لپاره جاسوسي کړې او ويجاړوونکي فعاليتونه ترسره کړي دي.

د ده په خبره، د دغې شبکې زيات شمېر غړو په يمن کې امريکايي سفارت کې کار کړی دی.