چين په بېلا بېلو لارو د نړۍ اوبه مدیريت کوي
CGTN2024/06/11 15:13:39
شريکول:

د اوبو لسم نړیوال فورم پدې وروستيو کې د اندونيزیا په بالي ټاپو کې پای ته ورسید.

 دغه فورم د اوبو په تړاو تر ټولو لويه نړيواله غونډه بلل کيږي، چې د اوبو نړيوالې شورا او کوربه هېواد  لخوا په هرو درېيو کلونو کې یو ځل ترسره کيږي.

د اوبو لسم نړیوال فورم”اوبه د مشترکې سوکالۍ لپاره “په عنوان ترسره شو او پر مهال يې د اوبو د خونديتوب او سمسورتيا، پېښو ته د رسېدنې، د مديريت همکارۍ او ډيپلوماسۍ په ګډون د بېلا بېلو موضوعاتو په تړاو نږدې ۲۸۰ غونډې ترسره شوي او د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتي چارواکو، د نړيوالو سازمانونو مسئولينو او کارپوهانو په ګډون څه باندې ۵۰ زرو استازو پکې ګډون کړی و.

د اوبو خونديتوب ورځ تر بلې نړيوالو ته ننګونه ګرځي.

 د ملګرو ملتونو يونيسکو سازمان په خپل راپور کې ويلي، چې اوسمهال په ګردې نړۍ کې د اوبو سرچېنې له ګواښ سره مخ دي، د خوږو اوبو د کارولو اندازه مخ په زياتېدو ده او د نړۍ نږدې نيمه برخه نفوس په ځينو وختونو کې د اوبو له کمښت سره مخ کيږي او ۴/۱ نفوس بيا پدې برخې کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

د اوبو د لسم نړيوال فورم وزيرانو غونډې «د وزيرانو ګډه اعلاميه» خپره کړې او څښاک اوبو او طبي وسايلو ته د بېلا بېلو هېوادونو د لاس رسي پر تامين او د بېلا بېلو هېوادونو پر همغږۍ او همکارۍ يې ټينګار کړی دی.

په چين کې د اوبو وضعيت ډېر پيچلی او د سيندونو مديريت يې ډېر سخت کار بلل کيږي.

 د چين حکومت د رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د اوبو د مديريت مفکوره عملي کوي، د اوبو سپمولو ته لومړيتوب او د بشر د اقتصادي او پرمختيايي فعاليتونو او د اوبو سرچېنو ترمنځ همغږۍ ته اهميت ورکوي، سيسټماتيک مديريت مخ ته وړي او حکومت او بازار خپل مناسب رول لوبوي.

چین د نړۍ د ۶٪خوږو اوبو په استفادې د نړۍ د نږدې ٪ ۲۰ نفوس د خوړو او څښاک اوبو خونديتوب تامين کړی او د نړۍ تر ۱۸٪ لوړ اقتصادي ارزښت يې جوړ کړی او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوام لرونکي پرمختګ اجنډا کې د اوبو په تړاو د موخو د پوره کولو لپاره يې لوی پرمختګونه کړي دي.

د چین د اوبو سرچېنو وزارت د ملګرو ملتونو «د اوبو عملیاتي اجنډا» ته ۲۸ ژمنې وړاندې کړي او د رعايت کلنی پلان يې جوړ او پلی کړی دی.

چين د کمربند او لارې پر غاړه پراتو هېوادونو کې يو لړ د اوبو پروژې جوړې کړي، چې د سيمې خلکو ته يې ډېرې ګټې رسولې دي. د ساري په توګه، د پاکستان په پنجاب ایالت کې د کروټ برېښناکوټ د سيپيک د اوبو برېښنا لومړۍ پروژه ده، چې د چين لخوا بشپړه شوې ده.

له دغې پروژې مخکې د پنجاب د کروټ سیمې ۵ ميليونو خلکو برېښنا نه درلوده او اوس یې د برېښنا اړتياوې پوره شوې دي.

د چين د اوبو سرچېنو ادارو د اوبو لسم نړیوال فورم پر مهال ۹ فرعي غونډې ترسره  کړي او د سیندونو په تړاو د تيوريو د څېړنې او عملي کارونو په برخه کې يې خپلې تجربې له نورو هېوادونو سره شريکې کړې دي.

د اوبو د لسم نړيوال فورم په څنډه کې د اوبو نړيوال نندارتون هم ترسره شوی دی.

د دغه نندارتون په چيني نندارځي کې د اوبو د پېښو او وچکاليو د مخنيوي، د اوبو سیسټم  د ابادۍ، د سېلابونو د مخنيوي سيسټم او د اوبو د سپمولو او لګولو په تړاو د نړيوالو همکاريو په برخو کې د دغه هېواد لاسته راوړنې او اړوندې عصري ټکنالوژۍ او سامان الات يې نندارې ته وړاندې شوي دي.

ځينو چيني تصديو د اوبو د تصفيې او سپما لپاره د عصري تکنالوژۍ ډېرې وسيلې جوړې کړي، چې نه یوازې په چين کې، بلکې په قزاقستان، اندونيزيا، پاکستان، ويتنام، ازبکستان، زامبيا او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم کارول کيږي.

د نړۍ بېلابېل هېوادونه د اوبو پېښو، سرچېنو، ايکولوژۍ او چاپېريال ته ډېره پاملرنه کوي.

چين پدې وروستيو کلونو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او په دې تکل دی، چې له نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره په ګډه د اوبو سرچېنو د مديريت غوره لارې چارې وڅېړي او غوره تجربې شریکې او اړوند پلاټفورمونه جوړ کړي، څو د نړۍ هر وګړي ته د اوبو ګټې ورسيږي.

چین به له نړيوالې ټولنې سره په ګډې همکارۍ د اوبو سرچېنو د مديريت لپاره لازيات خدمتونه وکړي.