په پښتونخوا کې پر پاکستاني پوځيانو بريد شوی، ۷ پوځيان پکې وژل شوي
CMG2024/06/11 10:53:29
شريکول:

د پاکستان پوځ د جون په ۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په خيبر پښتونخوا ايالت کې يې پر يوه موټر بريد شوی، چې له امله يې ۷ پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان د درېيو پوځونو مطبوعاتي ادارې هم په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د خيبر پښتونخوا په لکي مروت سیمې کې د پوځ پر يوه موټر بريد شوی، چې له امله يې اووه سرتيري وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، پاکستاني ځواکونو په سیمې کې چڼيز عمليات پيل کړې دي.

تراوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پرغاړه نه ده اخيستې.