چين په نړيوال حاکميت کې د بريکس لپاره ستر رول لټوي
CMG2024/06/11 15:04:33
شريکول:

 

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۱۰مه نېټه د روسيې په نيژي نوفګوراد ښار کې د برازيل د بهرنيو چارو له وزير مورو ويرا سره په کتنه کې ويلي، هېواد یې ليواله دی چې له برازيل سره په ګډه کار وکړي څو د بريکس همکارۍ په لا فعاله توګه تقويه شي. هغه دغه راز د بريکس د ميکانيزم د فعالولو له لارې په نړيوال حاکميت او د مخ پر ودې هېوادونو د ګټو د خونديتابه په برخه کې بريکس ته د لا ستر رول د ورکړې خبره هم کړې ده.

وانګ يي چې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی هم دی، ويلي چې سږ کال د چين او برازيل د ډيپلوماټيکو اړيکو د پيل پنځوسمه کليزه او د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره مهم کال دی.

وانګ يي زياته کړې چې دواړه لوري بايد د چين – برازيل د اړيکو اهميت درک کړي، متقابل ګټور ماهيت یې پياوړی او جامعيت یې را برسيره کړي.

ويرا چين ته د برازيل د مرستيال ولسمشر ګيرالدو الکمن وروستي بريالي سفر او د چين – برازيل د لوړې کچې د همکارۍ او همغږۍ کمېټې اوومې ناستې ته په اشارې سره ټينګار کړی چې برازيل له چين سره اړيکو ته ډير ارزښت ورکوي او دوی چمتو دي چې له چين سره د لوړې کچې تبادلات پيل کړي، د اقتصاد او سوداګرۍ په شمول په مختلفو برخو کې ورسره خپلې همکارۍ پراخې کړي او دغه راز د دوه اړخيزو اړيکو نوی ځایګی تعريف کړي څو د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره د همکاريو نوی ليدلوری پرانيستل شي.

ويرا وويل چې برازيل د بريکس د همکاريو په پياوړتيا کې د چين فعال رول ستايي، په نړيوالو مسايلو کې د چين اغېز ارزښتناک بولي او د وړانديز شويو سترو نوښتونو ملاتړ یې کوي.

هغه زياته کړې چې چين او برازيل په ګڼو مسايلو کې مشابه دريځونه لري او د اوکراين د مسئلې د سياسي حل په برخه کې د شپږو مشترکو تفاهماتو ګډه اعلاميه یې د پام وړ ارزښت لري.

د نوموړي په خبره چې برازيل د ملګرو ملتونو، جي-۲۰ او بريکس په څېر په څو اړخيزو چوکاټونو کې له چين سره د اړيکو پياوړي کولو ته ليواله دی.

ويرا وويل، د برازيل ولسمشر لويز اناسيو ډسيلوا پر دې باور دی چې د چين – لاتينې امريکا او کارابین دولتونو د ټولنې (CELAC)  تر منځ مذاکرات او همکارۍ د پام وړ اهميت لري. د ويرا په خبره د چين – لاتينې امريکا فورم يو ګټور کاري چوکاټ دی او برازيل ليواله دی څو له چين سره د ګډ کار له لارې د دغه فورم فعاليتونه تنظيم او پراخ کړي.

دواړو لورو په کتنه کې د غزې د وضعيت او نورو عامو مسايلو په تړاو هم نظريات سره تبادله کړل.