يونيسکو: بين الکلتوري ډيالوګ د دوامدارې ايندې لپاره کليدي اهميت لري
CMG2024/06/11 11:11:04
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساينس او کلتور سازمان مرستيالې عمومي مديرې ګبريلا راموس د جون په ۱۰مې نېټې په يوې ويډيويي وينا کې د تمدونونو د ډيالوګ نړيوالې ورځې په اړه د چين د وړانديز هرکلی کړی او په ټينګار يې ويلي، چې بين الکلتوري ډيالوګ د دوام لرونکې ايندې لپاره کليدي اهميت لري.

نوموړې بين الکلتوري ډيالوګ د متقابل تفاهم، همکارۍ او د باور ټينګېدو يوه وسيله بللې او ويلي يې دي، نړيواله ټولنه دې د اقليمي بدلون، وبا، وسله والو شخړو او د ورځ تر بلې د مختلفو نړيوالو ټولنيزو او اقتصادي ننګونو پر مخ د حل ګډه لايحه پيدا کړي او دوام لرونکي پرمختيايي موخې ته د رسېدو او له يادو ننګونو سره د دوامدارې مقابلې په پار دې يو موټی شي.

د ملګرو ملتونو ۷۸مې عمومي اسمبلۍ د جون په ۷مې نېټې په اتفاق سره د چين وړانديز تصويب کړی او د هر کال د جون ۱۰مه نېټه یې د تمدنونو ترمنځ د ډيالوګ نړيوالې ورځې په توګه ټاکلې ده.

 

( سپوږمۍ)