پولنډ به بلاروس ته نژدې سرحدي سيمو کې حایله زون جوړ کړي
CMG2024/06/11 11:10:12
شريکول:

د پولنډ صدر اعظم ډونالډ توسک د جون په لسمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد به يې بلاروس ته نژدې سرحدي سيمو کې د ۲۰۰ مترو په پراخوالي او لسګونو کېلو مترو په اوږدوالي حايله زون جوړ کړي او په همدې لارې به دغه هېواد ته د غير قانوني کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.

د پولنډ حکومت اړوندو ادارو په همدې ورځ د دغه هېواد په شمال ختيځ بلاروس ته نژدې په بياليستوک ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه کړې، چې د کورنيو چارو وزارت به یې په دې سرحدي سيمې کې د لسګونو کيلومترو په اوږدوالي او د ۲۰۰ مترو په پراخوالي يو حايله زون جوړ کړي.