د چين خارجه وزير وانګ يي د جون په لسمې نېټې د روسيې په نيژني نوفګرود کې د برېکس هېوادونو د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د برېکس غړي هېوادونه دې له تاريخي تمايل سره سم د عدالت تر څنګ ودريږي او سم انتخاب دې وکړي.
هغه ويلي، برېکس هېوادونه دې راتلونکې ته په کتو خپلې دندې پر غاړه واخلي او اړوند کارونه دې وکړي، خپل ستراتيژيک اهميت او سياسي اغېزه دې څرګنده کړي او د نويو سمسسورو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو پر بنسټ دې ټولې نړۍ ته د پرانيستنې او ټولشموليت څواړخيز همکاريز ميکانيزم جوړ کړي.
نوموړي د دې په پار درې فقره ييز وړانديز هم کړی دی:
۱- برېکس هېوادونه دې پر څواړخيزم پياوړی باور ولري.
۲- د برېکس غړي دې د سولې او امنيت پر ساتلو ټينګار وکړي او د تودو مسئلو د سياسي حل لپاره دې رول ولوبوي.
۳- د دغه سازمان غړي هېوادونه دې د پرانسيتنې، ټولشموليت او د ګټو- ګټو همکارۍ په اړه د برېکس اصلي غوښتنې په ياد وساتي او خپلمنځي همکارۍ دې نوې سويې ته ورسوي.
( سپوږمۍ)