د روان کال په ۵ میاشتو کې د چين د رېل پټليو د ثابتو شتمنيو تاسيساتو کې اچول شوې پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۰.۸ لوړوالی ښيي
CGTN2024/06/12 10:52:08
شريکول:

 د چاينا رېلوۍ شرکت مسئولينو خبري رسنيو ته ويلي، چې د روان کال په پنځو میاشتو کې(جنورۍ تر مې) د دغه هېواد د رېل پټليو د ثابتو شتمنيو په اړوندو تاسيساتو کې ۲۲۸ ميليارډه او ۴۷۰ ميليونه يوانه پانګونه شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۰.۸ لوړوالی ښيي او پدې سره د عصري رېل پټليو د زېربناوو د عصري سيسټم جوړول ګړندي شوي دي.

د  روان کال له مې راهیسې په چين کې د رېل پټليو په پروژو  کې يو لړ پرمختګونه شوي دي.