د مالاوي ولسمشر لازاروس چاکويرا د جون په ۱۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ژغورونکو د هغې پوځي الوتکې ټوټې او پاتې شوني موندلي، چې د دغه هېواد مرستيال ولسمشر ساولوس چيلیما او نور ۹ کسان پکې سپاره وو.
نوموړي ويلي، چې په الوتکې کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
د مالاوي ولسمشر لازاروس چاکوير او د دغه هېواد کابېنې دفتر د روانې میاشتې په ۱۰مې نېټې په اعلاميې کې ويلي، چې د هېواد دفاعي ځواک الوتکه، چې د مرستيال ولسمشر ساولوس چيليما په ګډون ۱۰ کسان پکې سپاره وو، ورکه شوې ده.
ولسمشر چاکوير اړوندو ادارو ته امر کړی و، چې د يادې الوتکې په موندلو کې هڅې وکړي او له نړيوالې ټولنې يې هم غوښتنه کړې وه، چې په الوتکې کې د ناستو کسانو د ژغورلو لپاره ورسره مرسته وکړي.